د راپور جوړولو لپاره د چهل دختران غره لمنې ته ورغلم. د دشت برچي تر ټولو لرې سیمه چې ډېرې نجونې له ګڼو هیلو سره یې په خاورو کې خښې دي. د سیدالشهدا ښوونځی له ټولو ټپونو سره سره بیا هم په ویاړ ولاړ دی او اوس یې هم غېږه د ډېرو نجونو روزلو ته پرانېستې ده.

د چهل دختران غره په اړه ډېرې کیسې شوې دي. دلته څلوېښت نجونو د ترهګرو له منګولو ژغورلو څخه ځانونه له غره را غورځولي. د دغه غره لمنې د پخوانیو او اوسنیو ترهګرو له منګولو د ډېرو نجونو ژوند ژغورلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو غریبانه کور مې وموند چې هیلې په‌کې ټوټه ټوټه پرتې دي. ۳۲ کلنې منیژې همدا پرون خپله ځوانه لور عاقله د یاد غره لمنې ته سپارلې ده. منیژه چې د لور ټپ یې پر زړه دی وايي، عاقلې هېڅکله خپله کورنۍ نه وه ځورولې او په کم عمر ستر مسوولیت یې پر غاړه و.

عاقلې د زده‌کړو ترڅنګ چې تل په‌کې اول نومره وه، د پلار تکیه‌ځای او د مور لکړه وه. نیمګړې قالینه یې لا هم د کوټې په یوه کونج کې ښکارېده.

د عاقلې مور وايي، لور یې له چاودنې یوه ورځ مخکې پشمني ته نه وه پاڅېدلې او ترې ویې غوښتل چې ښوونځي ته ولاړه نه شي، خو هغه یې نه ورسره مني او ښوونځي ته ځي، څو بیا هېڅکله را نه شي.

عاقله د منیژې او محمدامین مشره لور ده. هغې په هغو پیسو چې د قالینې اوبدلو له لارې یې پیدا کولې، ځان، خویندو او کوچنیو ورونو ته د ښوونځي جامې او وسایل برابرول.

د عاقلې پلار محمدامین د چاودنې په ورځ د کابل خیرخانې سیمې ته د ګچو بوریو د لېږد لپاره تللی و. یوه خپل یې اړیکه ورسره نیولې او د چاودنې خبر یې ورکړی، خو دشت برچي ته له رسېدو مخکې خبرېږي چې لور یې د ښوونځي په شاوخوا کې نه وه.

امین چې واڼې یې تښتېدلي، د دشت برچي پر روغتونونو ګرځي. د محمدعلي جناح له روغتون څخه یې پیلوي او هر جسد او ټپیان جلا جلا ګوري. هغه د هر جسد په لیدو سره مړ او بېرته را ژوندی کېږي. نوموړی وايي، هر جسد یې چې لیده د لور یې نه دی، بېرته به یې ساه واخیسته او پلټنې ته به یې دوام ورکړ.



امین په پلټنې سره د دشت برچي په پل خشک سیمه کې د امام زمان روغتون ته رسېږي. هغه خپله کوچنۍ پرښته چې په سپینه ټوټه کې تاو ده، هلته مومي.

یوه چره د عاقلې پر سترګه لګېدلې او بیا یې مغزو ته تللې ده. د عاقلې کوچني وجود ډېر ټپونه لرل. امین چې سترګې یې له اوښکو ډکې دي وايي، د زړه ټوټه مې په خپلو لاسونو تر خاورو لاندې کړه او له وینو ډک بکسک مې په څنګ کې خښ کړ.

د عاقلې پلار وايي، اته کاله وړاندې د خپلو بچیانو لپاره د ښه ژوند جوړولو په موخه یې بامیان پرېښود او کابل ته راغی. هغه ازاد کارګر دی او سره له دې چې ډېر کم عاید یې درلود، ویې نه غوښتل چې بې‌سواده بچیان ټولنې ته وړاندې وکړي.

امین دوه لوڼې او دوه ځامن چې له عاقلې کوچنیان دي، هم لري. هغه او مېرمن یې منیژه تر اوسه نه پوهېږي چې تر دې وروسته به وکولای شي خپل بچیان ښوونځي ته ولېږي، که نه. دا هغه پوښتنه ده چې په دشت برچي کې د سلګونو کورنیو لپاره ناڅرګند دی.

پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې د لسګونو زده‌کوونکو له ډلې چې په دې پېښه کې یې ژوند بایللی، لس هغه یې د همدې لیسې شا ته په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د شنبې په ماښام د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه چاودنو له ۶۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا یونیم سل نور یې ټپیان کړل. د دې پېښې ډېری قربانیان زده‌کوونکي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام