یوشمېر ښوونکو د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته چې د دغه ښوونځي لسګونو زده‌کوونکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته، د زده‌کوونکو د هڅونې او شته تشو د ډکولو په موخه په دغه ښوونځي کې د وړیا تدریس کمپاین پیل کړی دی.

دغه کمپاین تر اوسه له تود هرکلي سره مخ شوی او داوطلبان وايي، د کابل ښار په لوېدیځ کې د زده‌کړو په برخه کې د شته ستونزو د حل او د زده‌کوونکو د هڅونې لپاره یې ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه کمپاین یو داوطلب محمد هدایت وايي، هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر د امنیتي ګواښونو ترڅنګ، له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او زده‌کوونکي نه شي کولای هغه څه چې لازم دي، زده‌ کړي.



یو بل داوطلب حسین موسی‌خېل بیا وايي، هغه نجونې او هلکان چې پر سیدالشهدا ښوونځي د شوي برید له کبله د زده‌کړو ټکنی بهیر باید روان وي او په وینا یې، په یاد ښوونځي کې په وړیا تدریس سره زده‌کوونکي هڅوي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د دغه کمپاین پیلوونکي د ګڼ‌شمېر داوطلبانو یوځای کېدو په اړه خوښي ښيي. د کمپاین یو ګډونوال امان فرهمند وايي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو قومونو اړوند داوطلبانو چې تر اوسه یې شمېر له ۳۰۰ اوړي، ورسره ژمنه کړې چې د وړیا تدریس په برخه کې به یې تر څنګ درېږي.

د دوی په وینا، یاد داوطلبان به نه یوازې د تدریس، بلکې د زده‌کوونکو لپاره د کتابونو، کتابچو، قلمونو او نورو درسي توکو په برابرولو کې له هغوی سره مرسته وکړي.

د معلوماتو له مخې، اوس د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي کې ۷۵۰۰ زده‌کوونکې زده‌کړې کوي چې ۴۴ ښوونکي لري او ۱۲۵ نورو ښوونکو ته اړتیا لري. دغه راز، د هلکانو ښوونځي کې بیا ۷۲۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي او ۵۵ نورو ښوونکو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ماښام د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه چاودنې وشوې چې له کبله یې له ۶۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا یونیم سل نور په‌کې ټپیان شول. د دې پېښې د قربانیانو ډېره برخه زده‌کوونکي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام