ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو نن په یوه خبري ناسته کې چې د دغه ولایت د رسنیو دفتر کې جوړه شوې وه، د کابل د دشت برچي د تېر ماښام پېښه او په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ وغندلې. دغو زده‌کوونکو چې عمرونه یې د اوو او پنځلسو کلونو ترمنځ وو وویل، په هېواد کې وروستي امنیتي حالت خواشیني کړي او د دوی پر ژوند او زده‌کړو یې منفي سیوری غوړولی دی.

زده‌کوونکو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې نور په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي او د سولې او ټیکاو لپاره دې کار وکړي. دوی له وسله‌والو ډلو هم وغوښتل چې پوهنیز بنسټونه او زده‌کوونکي دې د خپلو بریدونو موخه نه ګرځوي او د دوی ژوند ته دې ځانګړی پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوې زده‌کوونکې رقیې وویل، په هېواد کې له روانې جګړې ستړې شوې او د کابل وروستۍ پېښې هم سخته دردولې ده. هغه پر حکومت غږ کوي چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او سزا ورکړي.

یاسین چې د شپږم ټولګي زده‌کوونکی دی، هم په کابل کې پر زده‌کوونکو وروستي برید خواشینی کړی. نوموړی وايي، ماشومان او زده‌کوونکي وسلې نه لري او وسله‌والې ډلې دې پر ښوونځیو او دوی رحم وکړي.

دغو کوچنیو زده‌کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې د کابل وروستۍ او نورو امنیتي پېښو عاملان د قانون منګولو ته وسپاري او په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیسي.

ننګرهار کې د خصوصي ښوونځي یو زده‌کوونکی یوسف بیا ټینګار کوي چې پر ښوونځیو او زده‌کوونکو بریدونه یې د زده‌کړو مخه نه شي نیولی او که وضعیت څومره ناسم لوري ته ولاړ شي، دوی به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.



دا د هېواد په کچه لومړی وار دی چې کم‌عمره زده‌کوونکي خبري غونډه جوړوي او امنیتي پېښې غندي.

تېر ماښام د کابل په برچي سیمه کې له یوه ښوونځي سره نږدې چاودنه کې له پنځوسو ډېر کسان ووژل شول او له سلو ډېر ژوبل دي. د دغې پېښې ډېری قربانیان زده‌کوونکي او ولسي وګړي دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی او وسله‌والو طالبانو په‌کې لاس لرل رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام