د دشت برچي برید د قربانیانو کورنۍ له حکومته د پېښې څېړل غواړي

پرون مازدیګر د کابل ولایت د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، د درې پرله‌پسې چاودنو په ترڅ کې له ۵۰ ډېرکسان ووژل شول او څه باندې۱۰۰کسان ټپیان شول. دغه چاودنې هغه مهال شوي چې د سید الشهدا په نوم ښوونځي څخه زده‌کوونکې د راوتو په حال کې وو چې د پېښې ډېری قربانیان هم زده کوونکې دي.

خاورو ته د بې وارثې عاقلې سپارل

د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، سید الشهدا ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو جنازې دغې سیمه کې د امید سبز ښارګوټي دانایي تپې کې خارو ته سپارلو لپاره ور وړل شوي دي. په دې جنازو کې د هغې نجلۍ جسد هم وه چې یوازې یې د بدن یو څو ټوټې په تابوت کې اېښودل شوي دي.

ننګرهار کې د کابل وروستۍ پېښې پر وړاندې د زده‌کوونکو غبرګون

ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو نن په یوه خبري ناسته کې د کابل په دشت برچي کې د تېر ماښام پېښه او په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ وغندلې. دغو زده‌کوونکو چې عمرونه یې د اوو او پنځلسو کلونو ترمنځ وو وویل، وروستي امنیتي حالت خواشیني کړي او پر ژوند او زده‌کړو یې منفي سیوری غوړولی دی.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ناوړه اقتصادي وضعیت او وزګارتیا سر ټکوي

ګڼ‌شمېر افغانانو د تېرو نږدې څلورو لسیزو ناامنیو او د ارام او خوندي ژوند تېرولو لپاره هېواد خوشې کړی او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
سره له دې چې دغه افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر لاره بې‌شمېره ستونزې او سختۍ تجربه کوي، خو د موخې هېواد ته له رسېدو او هلته له اوسېدو وروسته هم د بې‌شمېره ستونزو له امله له ناهیلۍ ډک ژوند تېروي.

د کابل پروني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ واوښت

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي مرګوني برید کې د وژل شویو شمېر له ۵۰ اوښتی او څه باندې ۱۰۰ کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په پېښه کې وژل شوي د سیمې اوسېدونکي او د ښوونځي زده‌کوونکي دي او په وینا یې، ډېری یې زده‌‌کوونکي دي.

د سولې په اړه په ترکیه کې د افغان کډوالو لیدلوری

سلام‌وطندار داځل هغو افغان زده‌کړیالانو، د رسنیو او مدني ټولنې فعالانو سره د سولې په تړاو خبرې کړي چې د زده‌کړو یا هم د مجبورۍ له کبله ترکیې ته کډوال شوي او بېرته هېواد ته د ستنېدو په اړه فکر کوي.
 د دغو افغان ځوانانو له ډلې څخه د رسنیو فعاله، انځورګره او شاعره منیره اورګنج ده چې کارادنیز پوهنتون څخه د ژورنالیزم او عامه ادارې په برخو کې دوه د لیسانس سندونه لري او تېرو څو کلونو راهیسې ترکیه کې خپلې زده‌کړې کوي.