Asset 1SWN

فراه کې د ملي اردو یوې پوستې سقوط؛ لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي

Farah-1-p6m3l0m2hneqkhz0awap03kx3z7tm0dyqzql7noo8c

په فراه کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او لږترلږه ۳۰ سرتېري په‌کې وژل شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو سهار وختي شاوخوا ۲ بجې د بالابلوک ولسوالي په شیوان سیمه کې د یوې سمڅې په اېستلو او چاودنې سره د ملي اردو یوه مرکز ته ورغلي دي.

د هغه په وینا، په برید کې یاده پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او په پایله کې یې لږترلږه ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.

د فراه امنیتي مسوولانو او طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام