حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په څېړلو کې پاتې راغلی

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زده‌کوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.

«لور مې په ساعت او چلې وپېژندله»

د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې سید‌الشهدا ښوونځي ته څېرمه د شوې چاودنې د قربانیانو په اړه د راپورونو په دوام، دا ځل د زرغونې او عادلې کور ته ورغلم.
د چاودنې پر سبا د دشت برچي له ټولو جوماتونو د قرآنکریم غږ خوت، خو نن یې کوڅې پر تور رنګ پوښلې دي. یوازې ۸۵ کورنۍ د غم پر ټغر نه دي ناستې، بلکې ټول افغانان او ان نړۍ د یادې پېښې قربانیانو د هیلو پر خاورې کېدو ویر کوي.

پر سیدالشهدا ښوونځي برید او د پنځلس کلنې عاقلې دردوونکې کیسه

د راپور جوړولو لپاره د چهل دختران غره لمنې ته ورغلم. د دشت برچي تر ټولو لرې سیمه چې ډېرې نجونې له ګڼو هیلو سره یې په خاورو کې خښې دي. د سیدالشهدا ښوونځی له ټولو ټپونو سره سره بیا هم په ویاړ ولاړ دی او اوس یې هم غېږه د ډېرو نجونو روزلو ته پرانېستې ده.
د چهل دختران غره په اړه ډېرې کیسې شوې دي.

سیدالشهدا ښوونځي کې د وړیا تدریس کمپاین؛ سلګونو کسانو چمتووالی ښودلی

یوشمېر ښوونکو د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته چې د دغه ښوونځي لسګونو زده‌کوونکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته، د زده‌کوونکو د هڅونې او شته تشو د ډکولو په موخه په دغه ښوونځي کې د وړیا تدریس کمپاین پیل کړی دی.