Asset 1SWN

امنیتي ځواکونو له طالبانو د هرات کروخ ولسوالي بېرته نیولې

b49f68aa-7dd2-440b-9111-518033fc88f4

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو چارو چارسبمالي او د ملي امنیت عمومي ریاست پوځي مرستیال له راتګ وروسته، د هرات ولایت پوځي شورا دا پرېکړه وکړه چې د کروخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

د هرات د والي ویاند وایي، د کروخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات نن د هرات ښار له ختیځه د دغه ولسوالي پر لوري پیل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فرهاد زیاتوي، ګډو امنیتي ځواکونو چې ځانګړي ځواکونه، کومانډو، ملي اردو او ملي پولیسو پکې شامل دي، دغه عملیات یې پیل او د «مجغندک» په کلي کې له طالبانو سره په نښته شول.

په ورته مهال نوموړی وایي چې  امنیتي ځواکونو په دغه نښته کې ۱۵طالبان وژلي او ۲۰ نور ټپیان کړي چې په دغه جګړه کې طالبان له ماتې سره مخ او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

له دې سره د هرات د والي ویاند وایي چې په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کروخ ولسوالي د هرات له ښار څخه ۳۵کیلومټره لرې پرته ولسوالي ده چې دوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت له نورو ۱۶ولسوالیو سره یوځای د طالبانو لاس ته ولوېده.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام