د هرات والي عبدالصبور قانع نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ولسي پاڅونوالو سره په همغږۍ د طالبانو له لوري پر هرات ښار د بریدونو د مخنیوي لپاره پر چمتوالي بوخت دي.

د هرات والي وویل چې اوس مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ولسي پاڅونوالو سره یوځای د ولسوالیو د بېرته نیولو پر څرنګوالي او پلان جوړولو بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړی د هرات ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې ډېرژر به دغه ښارکې امنیت ټينګ کړي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې پرته له وېرې دې خپل ژوند ته دوام ورکړي. هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ولسوالیو د بېرته نیولو خبره هم وکړه.

په ورته مهال د هرات والي مني چې امنیتي ځواکونه د دغه ولایت له ۱۷ ولسوالیو سربېره د اسلام‌قلعه او تور‌غونډۍ بندرونو څخه شاتګ کړی دی.

له دې سره هم‌مهاله په سوېل لوېدیځه حوزه کې د ولسي حرکت د مقاومت د شورا غړی جمال ناصر حبیبي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د ولسي خوځښت د مقاومت شورا سرتیري د دغه ولایت د ګذرې په « سیاوشان او تریاک» او د انجیل د «امام شش‌نور» ولسوالي کې درې ځلې د طالبانو له سرې قطعې سره په جګړه شوي دي.



نوموړی زیاتوي چې د ولسي خوځښت د مقاومت شورا سرتیري اوس د هرات له محلي ادارې سره له لاسه تلو ولسوالیو د بېرته نیولو پر څرنګوالي او د بیا نیولو پر پلان کار کوي. د هغه په وینا، پر وسله‌والو طالبانو د بریدونو دغه طرحه ښايي‎، څو ورځې وخت ونیسي.

له دې ټولو سره-سره وسله‌وال طالبان وایي چې د هرات ولایت له ۱۷ ولسوالیو سربېره د دغه ولایت د سلام‌قلعه او تورغنډۍ بندرونه هم د دوی تر کنټرول لاندې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام