له سخت او کړاو څخه ډک سفر وروسته، د دمې اخیستلو لپاره د چای څښلو ته تیاری نیسي. د غزني ولایت په مالستان ولسوالي کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ وروستیو نښتو اړ کړي چې کابل ته کډوال شي.
جګړې یوازې دومره فرصت ورکړی چې لږه اندازه جامې او د خوړو لوښي له ځان سره واخلي او د کابل په لوېدیځه سیمه کې یو کور په کرایه ونیسي، خو اوس په دې نه پوهېږي چې راتلونکی به یې ژوند کوم لوري ته بوځي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نیم فرش کړې کوټه کې یوه زړه مېرمن د کړکۍ مخته ناسته او اوښکې تویه وي. هغې له سلاموطندار سره هغه څه چې پر دې او د نوموړې پر ګاونډیانو تېر شوي، کیسه کوي.
هغې وویل: «شدیده جګړه وه، لوی او واړه ټول په تېښته وو. کله چې وضیعت ښه نه شو کابل ته راغلو، ورور چې مي په مالدارۍ بوخت وه نه په دولت کې و او نه هم پولیس و او نه يې هم وسله درلودله، د دروازې مخته يې ووژه، زه دلته خبره شوم، ۳۵ کسان یو در په در شولو.»
علي سینا د غزني ولایت د مالستان ولسوالي د قول ادم کلي اوسېدونکی دی، هغه وایي چې د دې ولسوالي ارامه او زرغوني کلي د طالبانو له لوري نیول شوي او وحشت پکې روان دی.
هغه چې له مالستان څخه خپلې کورنۍ سره یوځای له جګړې کابل ته بیځایه شوی وايي، ډیرو خلکو خپل کورونه، ځمکې او مالونه پر خپل ځای پريښې او د ژوندي پاته کېدلو په موخه نورو سیمو ته تللي دي.
هغه زیاته کړه: «د ماسپښین تر دوه بجو وروسته ولسوال او قوماندان ولاړل او طالبان راغلل، وروسته يې بېرته پر طالبانو برید وکړ او بیا ځلې لاړل. هغه وخت نو طالبانو خلک نیول او وژل یې، هېڅ د تېښتې لاره نه وه، نو اوس دلته راغلو او بېکاره هم یو.»
- طالبانو د غزني په مالستان ولسوالي کې د خلکو شتمنۍ لوټ کړې
- غزني کې موټربم برید؛ ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي
- د جګړو له امله کونړ کې ۵۰زره کسان بېځایه شوي
تر اوسه په مالستان ولسوالي کې د جګړې پرمهال د مرګژوبلې شمېرې، د حکومت له لورې نه دي خپرې شوي.
له دې مخکې په یاده ولسوالي کې ولسي شورا ویلي وو چې ۴۰ نظامي او ملکیان په جګړه کې وژل شوي دي. هغوی ادعا کړې چې کورونه، هټۍ او کرنیزې ځمکې يې د طالبانو له لوري ویجاړ شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ملکیان په دغه ولسوالي کې خوندي دي او یوازې هغه کسان د جګړې پرمهال وژل شوي او زیان ورته رسېدلی چې له طالبانو سره يې جګړه کوله.