له یوې اوونۍ راهیسې د هغو باروړونکو موټرو مالکانو چې د اسلامکلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله سوځېدلي وو او تاوان یې نه ده ورکړل شوی، د هرات–اسلامکلا او هرات–تورغونډۍ لویې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلي او له خوراکي توکو او تېلو سلګونه ډک موټر په ګمرک او له پولې هغې غاړې ته ولاړ دي.
اوس د هرات د سوداګرۍ او پانګونې او د صنایعو او کانونو خونو چارواکي د لویو لارو د بندوالي ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، د لویو لارو په تړل کېدو سره د خوراکي توکو او تېلو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې دي. د دوی په وینا، د صنعتي ښارګوټي د کارخونو فعالیتونه هم ۸۰ سلنه په ټپه ولاړ دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال عبداللطیف قناویزیان خبرداری ورکوي، که روان وضعیت دوام ومومي، په دغه ولایت کې به سوداګري په بشپړه توګه له ځوړ سره مخامخ شي.
په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او سوداګر احمدسعید عظمیان هم د یادې پېښې په تړاو پر حکومت نیوکه کوي او وايي، هره ورځ تر ۶۰۰ موټرو ډېر سوداګریز او د صنعتي ښارګوټي خام توکي د اسلامکلا او تورغونډۍ له ګمرکونو څخه هرات ته راځي، خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له خوراکي توکو او تېلو ډک موټر په یادو ګمرکونو او د پولې هغې غاړې ته ولاړ دي. هغه وايي، که روان وضعیت دوام ومومي، د صنعتي ښارګوټو له ۲۵ زرو ډېر کاریګر به وزګاره شي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم هم د سوداګریزو توکو د لېږد لوري بدلېدو او په صنعتي ښارګوټي کې د ۸۰ سلنه تولیدي کارخونو تړل کېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، په اسلامکلا کې له اورلګېدنې وروسته بیا دغه ګمرک خپل عادي حالت نه دی خپل کړی.
بلهخوا د هرات اوسېدونکي وايي، په وروستیو څو ورځو کې د یوکیلو ګازو او یو لېټر پټرولو بیو کې ۱۰ افغانۍ او د یوې بورۍ اوړو او یوې څلورکیلویي بوشکې غوړیو په بیو کې له دوو تر درې سوو افغانیو زیاتوالی راغلی دی.
په همدې حال کې د سوځېدلیو باروړونکو موټرو مالکان چې له یوې اوونۍ راهیسې یې اعتصاب کړی وايي، تر اوسه ورته دولت د دوی د غوښتنو په اړه ځواب نه دی ورکړی.
دوی خبرداری ورکوي، تر هغه چې دولت دوی ته تاوان ور نه کړي، د هرات-اسلامکلا او هرات–تورغونډۍ پر لویو لارو به ټرانزيټي موټرو ته د راتلو اجازه ور نه کړي.
د مالیې وزارت بیا سلاموطندار ته وویل چې د اسلامکلا ګمرک اورلګېدنه د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر څېړي او په دې اړه به ځواب وايي. موږ هڅه وکړه چې د یاد دفتر نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.