د کانونو وزارت سرپرست: د آمو دریا د تېلو حوزه کې ۲۰ نورې څاه‌ګانې اېستل کېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د آمو دریا د تېلو حوزې څخه چې قرارداد یې له یوه چینايي شرکت سره شوی، د ورځې شاوخوا ۱۴۰۰ ټنه تېل را اېستل کېږي او ټاکل شوې ۲۰ نورې څاه‌ګانې هم په‌کې واېستل شي.

د کانونو وزارت د ۶۰ زره ټنه تېلو د پلورلو قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن په یوه ناسته کې د امو سیند د تېلو حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه را اېستل شویو تېلو د پلور قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ.
د دغه وزارت مسوولان وايي، دغه قرارداد د ۲۵،۵ میلیونه ډالرو دی او پر بنسټ یې ۶۰ زره ټنه تېل د پراسېس لپاره پلورلي دي.

افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د واردولو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له روسیې څخه هېواد ته د تېلو، ګاز او غنمو د واردولو تړون یې لاسلیک کړی دی.

رویټرز خبري اژانس پرون سه‌شنبه د تلې پنځمه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرس نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی چې دغه تړون د لنډمهال لپاره لاسلیک شوی دی.

هېواد کې د تېلو بیو لوړېدو د موټر چلوونکو پر ورځني ژوند اغېز کړی

یو‌شمېر هېواد‌وال او موټر چلوونکي په هېواد کې د تېلو بیو د لوړېدو له کبله شکایت کوي او وايي چې د نفتي توکو د بیو لوړېدو د دوی پر ورځني ژوند او کارو بار ناوړه اغېز کړی دی. نجیب الله چې شاوخوا ۲۰ کاله کېږي په کابل ښار کې د تېلو کاروبار پرمخ وړي، دامهال د تېلو بیې لوړېدو کچه بې‌مخینې او د اندېښنې وړ بولي.

د اماراتو او سعودي مشرانو له بایډن سره د ټيلیفوني خبرو غوښتنه رد کړې

دې وروستیو اونیو د سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو مشرانو د امریکا ولسمشر جو بایډن سره له اړیکې ډډه کړې؛ ځکه متحده ایالت او متحدین یې غواړي پر اوکراین د روسیې یرغل په دلیل د انرژۍ د بیې لوړېدو مخه ونیسي. د اوپک + سازمان چې روسیه هم په کې شاملیږي، د لوېدیځو له غوښتنې سربېره د نفتي محصولاتو د بیې لوړېدل رد کړ.

د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنې فعالیتونه راکم شوي

د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنه چې په شمالي ولایتونو کې د تېلو او نفتي توکو سوداګرو څخه جوړه ده او په دغه ولایتونو کې د تېلو او نفتي موادو پر کاروبار بوخت دي، وايي چې د بانکي سیستم د پاشلو له امله دغه ټولنه د له منځه تلو په حال کې ده.

د اقینې بندر سوداګر: مافیايي شرکت راڅخه غیرقانوني اخاذ‌ۍ اخلي

په فاریاب کې د اقینې بندر یو‌شمېر سوداګر په دغه بندر کې د «ټي‌سي‌ار‌سي‌/TCRC» په نوم د یوه بهرني شرکت له غیرقانوني اخاذۍ څخه شکایت کوي او وایي چې دغه مافیايي شرکت د تېلو او ګازو د کیفیت اروزنې په پلمه، د سوداګرو له هر یو ټُن مال څخه ۸ ډالر غیرقانوني اخاذي اخلي.

د ګمرکونو برښنايي سیستم په درېدو سره به د بازار وضعیت همداسې روان وي

که څه هم د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي او د سوند توکو بیې هم لوړې شوي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، تر هغې چې د ګمرکونو برښنایي سیستم بېرته فعاله نه‌شي، د بازار وضعیت به همداسې ګډوډ وي.

هرات کې د لویو لارو تړل کېدل؛ د خوراکي توکو او تېلو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوي

له یوې اوونۍ راهیسې د هغو باروړونکو موټرو مالکانو چې د اسلام‌کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله سوځېدلي وو او تاوان یې نه ده ورکړل شوی، د هرات‌–‌اسلام‌کلا او هرات‌–‌تورغونډۍ لویې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلي او له خوراکي توکو او تېلو سلګونه ډک موټر په ګمرک او له پولې هغې غاړې ته ولاړ دي.