په اسلام‌کلا ګمرک کې له اورلګېدنې وروسته چې د تېلو او سوداګریزو توکو سلګونه موټر په‌کې وسوځېدل، په هېواد، په تېره هرات، کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د خوراکي او سوندتوکو بیې لوړې شوې دي.

په هرات کې د خوراکي او سوندتوکو پلورونکي وايي، له یادې اورلګېدنې وروسته د هر لېټر تېلو بیه ۶ افغانۍ، د ګازو ۵ افغانۍ، د هرې بورۍ وریجو بیه ۱۵۰ او د څلور کیلوګرامه غوړیو بیه ۲۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.

ګل‌اغا چې په هرات کې تېل پلوري، سلام‌وطندار ته ویلي: «له اورلګېدنې مخکې د یو بیرل تېلو بیه ۶ زره او ۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۷ زره او ۸۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د تېلو بیه ډېره نه ده لوړه شوې او په یوه کیلو کې ۵ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.»

د تېلو یو بل پلورونکی سیداحمد وايي چې په اسلام‌کلا کې له اورلګېدنې مخکې یو لېټر تېل په ۳۰ افغانۍ و، خو په وینا یې، اوس یې په بازار کې په ۳۵ افغانۍ پېري.

هرات کې یوه هټۍ‌وال نذیراحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې سوداګرو له اورلګېدنې وروسته د توکو بیې لوړې کړي او په وینا یې، مخکې به یوه بورۍ وریجې په ۱۹۰۰ افغانۍ وې، خو اوس یې په ۲۱۰۰ افغانیو پلوري.

هرات کې د سمنټو او اوسپنیزو توکو شرکت مسوول سیدحسن حسیني د ټولو وارداتي توکو د بیې لوړوالي په اړه اندېښنه ښيي او وايي، له اورلګېدنې وروسته د هر ټن سمنټو بیه له ۵ تر ۷ زره ډالرو پورې لوړه شوې ده.

په اسلام‌کلا کې اورلګېدنې په نورو ولایتونو کې هم د توکو پر بیو اغېز کړی دی. د ننګرهار او بلخ یوشمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې د خوراکي او سوندتوکو په بیو کې د لوړوالي په اړه اندېښنه ښيي.

د بلخ یو اوسېدونکی جواد نبي‌زاده وايي چې یادې اورلګېدنې خلکو ته زیانونه اړولي او د ورسره د تېلو بیه لوړه شوې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی حفیظ‌الله وايي چې په هرات کې اورلګېدنې، ټرانسپورټي ستونزو او لوړ محصول د توکو پر بیې منفي اغېز کړی دی.

یو سوداګر او پانګه‌وال توریالی غوثي بیا د اسلام‌کلا له پېښې وروسته د خوراکي او سوندتوکو د بیې لوړوالي طبیعي بولي او وايي، سره له دې چې په یاده اورلګېدنه کې سوداګرو ته ډېر زیان واوښت، خو د توکو بیې ډېرې نه دي لوړې شوي.

د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وايي، اسلام‌کلا کې اورلګېدنه، له قانوني پړاوونو د سوداګریزو توکو نه تېرول او له دغه وضعیت نه د یوشمېر کسانو او سوداګرو ناسمه ګټه اخیستنه د ځینو خوراکي او سوندتوکو د بیې لوړوالي لامل شوي دي.

خو د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وايي چې د دغه ولایت په زېرمو کې لازم تېل شته او بیه یې باید لوړه نه شي. هغه ډاډ ورکوي چې د هرات په بازار کې به بیې کنټرول کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام