نن په کابل کې یو‌شمېر خبریالانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او له نړۍ‌والې ټولنه څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی له افغانستانه وباسي.

دغه خبریالان وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، ځینې خبریالانو د طالبانو له لوري وهل شوي او یو‌شمېر يې د رپوټ جوړولو پرمهال ګواښل شوي هم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دوی وایي، ځینې کسانو د خبریالانو په نوم جعلي سندونه او د پېژندګلوۍ کارټونه جوړ کړي او له افغانستان څخه وتلي دي.

په کابل یو خبریال عبدالنصیر کاووش وایي، له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې، په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې خبریالان وهل او ډبول شوي دي. نوموړی له نړۍ‌والې ‎ټولنې غواړي چې په دې برخه کې له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، څو دوی ځاني خوندیتوب پیدا کړي او دې دوی له افغانستانه وباسي او یوه خوندي هېواد کې دې ځای پرځای کړي.

په همدې حال کې امین هاشمي چې په پلازمېنه کابل کې له یوې رسنۍ سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوي، وایي چې په دې وروستیو کې د یو‌شمېر اروپايي هېوادونو په افغانستان کې خبریالانو او نورو هغو کسانو ته چې تر ګواښ لاندې دي، د پناه غوښتنې پروسه پرانیستې وه چې د نوموړي په خبره، ځينو کسانو د خبریالۍ د جعلي سندونو په جوړولو سره د دوی پرځای اروپايي هېوادونو ته تللي دي.



د خبریالانو ترڅنګ مدني فعالان هم د وضعیت خرابوالي ته په اندېښنه کې دي.

 دغه مدني فعالان وايي، وېره لري چي د طالبانو له لوري د حکومت په رامنځ ته کېدو سره به ښځې د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورنه شي کړای.

یوه مدني فعاله ترنم سعیدي چې غواړي له هېواده بهر ووځي، وايي چې له هېواده د وتلو لپاره يې رسمي سندونه وړاندې کړي، خو تراوسه ورسره په دې برخه کې اړوند ادارو او هېوادونو مرسته نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو له راتلو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر خبریالان، مدني فعالان، هنرمندان او هغه افغانان چې په هېواد کې یې له بهرنیو ادارو  سره کار کړی وو، د طالبانو له وېرې له هېواده وتلي او لاهم د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام