خبریالان او مدني فعالان: نړۍ‌واله ټولنه دې مونږ له افغانستانه وباسي

نن په کابل کې یو‌شمېر خبریالانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او له نړۍ‌والې ټولنه څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی له افغانستانه وباسي. دغه خبریالان وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، ځینې خبریالان د طالبانو له لوري وهل شوي دي.

خبریالان: یو‌شمېر کسان د خبریالۍ جعلي سندونو پرمټ غواړي د دوی پرځای له افغانستانه ووځي

په هېواد کې د رامنځ ته شوي خراب وضعیت له امله یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو سربېره له ګواښ سره مخ کسانو ته ځانګړې ویزې ورکوي چې له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره یو‌شمېر کسانو د خبریالۍ جعلي اسنادو د جوړولو هڅې پیل کړي او غواړي د خبریالانو پرځای دوی له افغانستانه ووځي.