د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ځوانانو، په ځانګړې توګه د ځوانو خبریالانو نړیواله ورځ چې د یوشمېر ولایتونو خبریالانو هم په‌کې ګډون کړی و، ونمانځله.

دغه خبریالان د رسنیو فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د اندېښنې ترڅنګ، د حکومت د جدي پام غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په بغلان کې خبریال سیدعظیم هاشمي وايي، شمال ختیځو ولایتونو ته د طالبانو په دننه کېدو سره، زیاتره رسنۍ له خپرونو پاتې شوي او کم‌شمېر یې د طالبانو تر فشار لاندې خپرونې کوي. دغه خبریال د خپل او خپلې کورنۍ د ځاني خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښيي.

خیرالبنات هم په کابل کې خبریالي کوي او وايي، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې د طالبانو له خوا نه دی، بلکې حکومت هم په‌کې رول لري.



د هغې په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو د ښځینه خبریالانو لپاره د کار ساحه تنګېږي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، لا ډېر خبریالان به خپل دندې خوشې کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا ضیا وايي، د هغو خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره چې ګواښل شوي، په دغه وزارت کې د خوندیتوب او همغږۍ یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په خبره، هغه خبریالان چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي یا هم مخ کېږي، یاده کمېټې ته دې ورشي او خپلې ستونزې دې ورسره شریکې کړي.

خو خبریالان وايي چې د حکومت دا هڅې بسنه نه کوي او باید د خبریالانو او د هغوی د کورنیو د امنیت خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام