د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۳ سلنه ډېر شوی دی. دغې ټولنې نن په خپل کلني راپور کې اندېښنه ښودلې چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت ناسم لوري ته روان دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې رییس عبدالمجیب خلوتګر وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۳ پېښې چې ۱۶ یې د وژنو، ۱۵ د ټپیانېدو، ۴ د نیول کېدو، ۱۶ د وهلو ډبولو، ۴۸ د سپکاوي، ۳ د تښتونې، ۷ د په نښه کېدو، ۲ پر کورنۍ د برید او یوه هم د انسان تښتونې د هڅې دي، له دغې ټولنې سره ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبریالانو او رسنیو د نورو کارکوونکو د قربانیانو کورنۍ بیا د حکومت له لوري خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو پر نه څېړل کېدو نیوکه کوي او تور پورې کوي چې د عاملانو په نیولو کې یې پاتې راغلی دی.



په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د کارکوونکو شهناز پلار عبدالرووف او د مرسل پلار وحیدالله خوږیاڼی وايي، لورانې یې له منځه ولاړې، خو هېچا یې بیا پوښتنه ونه کړه.

د دوی په وینا، حکومت او نور بنسټونه دې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو غندلو پر ځای، د هغو عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د خبریالانو ترورېدل، پر هغوی ډله‌ييز بریدونه، د سولې په روانه پروسه کې یې له پامه غورځول، د هغوی پر کورنیو بریدونه، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د څېړلو په برخه کې د حکومت بې‌غوري او د دغو پېښو د جزیانو نه شریکول هغه څه دي چې خبریالانو او د هغوی ملاتړي بنسټونه یې په اړه اندېښنه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام