تېر کال ایران ته پر قاچاقي لارو تلونکي ۷۵ افغانان مړه شوي

د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړو فعالیتونو راپور خپور کړ.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشري کوله، نن یې د دغه کمېسیون د یو کلن کاري راپور خپرولو پر مهال وویل چې د دغه کمېسیون امنیتي بنسټونو د کډوالو او انساني قاچاقیانو۳۴ ډلې پېژندلي چې د کډوالو او انساني قاچاق په تور یې ۷۰ کسان نیولي دي.

لوګریانو د وروستۍ پېښې پر ځای د اعتراض خیمه درولې

د لوګر یوشمېر اوسېدونکو، د مدني ټولنې غړیو او د جګړې د قربانيانو کورنیو نن د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د وروستي موټربم برید پر ځای د اعتراض په توګه پرلت کړی دی.
دوی وايي، په یاده سیمه کې یې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، تلپاتې سولې او اوربند ته د رسېدو او د یادې پېښې د څېړل کېدو په موخه خیمه درولې ده.

په ۲۰۲۰ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده. دغې ټولنې نن په خپل کلني راپور کې اندېښنه ښودلې چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت ناسم لوري ته روان دی او باید ورته پام وشي.

تخار؛ یوې ښځې په سیند کې د لور له غرقېدو وروسته ځان، یوه لور او یو زوی هم ور غورځولي

د تخار محلي مسوولان وايي، پرون یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالي د «لُژده» سیمې په یوه سیند کې د یوې ښځې او د هغې د درېوو ماشومانو جسدونه موندلي او خاورو ته یې سپارلي دي.
د تخار د فرخار ولسوال سیف‌الدین مشتاق سلام‌وطندار ته ویلي، د فهیمې په نوم یوې ښځې دوه ورځې وړاندې په سیند کې د یوې کوچنۍ لور له غرقېدو وروسته ځان او خپل دوه نور ماشومان چې یو یې هلک او بله نجلۍ وه، هم اوبو ته ورغورځولي دي.