Asset 1SWN

سلام وطندار

د بهرنیو چارو وزارت ویاند: له هرو درېوو امریکايي ښځو یوه یې جنسي تېری تجربه کوي

Abdul Qahar Balkhi 1

پرون جمعه د نومبر ۲۵مه «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ» وه. له دې ورځې سره هم‌مهاله، یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تړاو سختې نیوکې کړې دي.

د نړیوالو بنسټونو نیوکو ته د اسلامي امارت حکومت هم توند غبرګون ښودلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت و یاند عبدالقهار بلخي افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي «یوناما» ویناپاڼې ته په غبرګون کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ډیموکراټیک هېوادونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تیري تر ټولو لوړه کچه لري. هغه ویلي، اسلامي حکومتونه دنده لري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یو لړ تدابیر وضع کړي.

عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي: « امریکا کې له هرو دریو ښځو، یوه یې تېری او تاوتریخوالی تجربه کوي. نور دیموکراتیک دولتونه هم ورته وضعیت لري. اسلامي حکومتونه موظف دي چې د ورته برخلیک پر وړاندې ښځو څخه د محافظت لپاره تدابیر وضع کړي. د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې تنوع ته درناوی ولري.»

ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ ناوخته پر ټویټر ولیکل په دُرو وهل د اسلام دین د جزايي قوانینو تطبیق دی او پر وړاندې یې دریځ غوره کوي، د اسلام دین ته بې‌احترامي ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه‌کړي چې د دوی له ادرسه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي. دې ټولو سربېره د چارو شنونکي د دغه ډول تضاد څرګندونو ناوړه پایلو ته اندېښمن دي.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس سلام‌وطندار ته وویل: «موږ نړۍ سره نشو جنګېدل او تضاد  منځته نشو راوستلی، هر څه چې کوو، زیان افغانانو ته رسېږي. که بشري مرستې نه وي، وضعیت د ناورین پر لوري ځي. موږ باید نړۍ کې خپل ځان د یوې کورنۍ په توګه ووینو او ځان د نړۍ یوه برخه وګڼو.»

د سیاسي چارو بل کارپوه محمود اضطرابي هم وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت نړۍ سره تعامل ته اړتیا لري. د هغه په وینا، نړیوالو سره د اسلامي امارت د ننګونو دوام به د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان د سیاسي انزوا لامل شي.

نوموړي وویل: «افغانستان په ټولو برخو کې اړیکې پرې کړي او نړۍ څخه جلا شوی دی. دغه جلاتوب افغانستان له نړۍ سره ورځ تر بلې د انزوا پر لورې بیايي. د انزوا ډېری اغېزې عامه خلک تحمیلوي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

افغناستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د نړیوالو غبرګونونه داسې مهال زیات شوي چې د لوګر استیناف محکمې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د درېوو ښځو په ګډون ۱۷ کسان چې د غلاوو، اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو تورونه پرې لګېدلي وو، عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام