امریکايي چارواکي وایي چې د افغانستان په اړه به د روسیې په کوربه‌توب د «ترویکا» په ناسته کې ګډون ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي، دغه هېواد د فني ستونزو له امله نه شي کولای چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو نډ پرایس دغه ناسته اغېزمنه او رغنیزه بولي او وایي چې متحده ایالات د « ترویکا» راتلونکې ناستې ته د ګډون په موخه په تمه ده.

امریکا، چین، روسیه او پاکستان د ترویکا غړي دي او ټاکل شوې چې دغه ناسته نن جوړه شي.

تمه ده د افغانستان د اسلامي امارت استازي هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې روسیې په کراتو په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي جمهوریتونو ته د اسلام‌پاله اورپکو د احتمالي نفوذ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان له خاورې د پخواني شوروي جمهوریتونو ته د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره خپل څار زیاتوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام