Asset 1SWN

کابل کې معترضې ښځې: نړیواله ټولنه دې مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي

1

یوشمېر افغان ښځې نن دوشنبه د لړم نهمه د کابل ښار «شهرنو پارک» کې له دولتي ادارو او د کار بازار څخه د ښځو حذفولو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

یادو معترضو مېرمنو چې د اعتراض پرمهال خپل تحصیلي سندونه نندارې اېښي وو، وویل چې له یوه کال راهیسې ورته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

یوې اعتراض کوونکې مرغلۍ فقیرزۍ سلام‌وطندار ته وویل چې تر دې وړاندې یې کورنیو چارو وزارت کې د جندر برخې کارپوهه وه او دغه وزارت کې یې د ښځو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي.

هغې وویل، د پنځو ماشومانو مور ده او کورنۍ یې هېڅ سرپرست هم نه‌لري. مېرمن فقیرزۍ زیاته کړه چې کرايي کور کې ژوند کوي او د وزګارتیا له امله د ژوند لګښتونو تامینولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وویل: «زه په کورنیو چارو وزارت کې کارپوهه وم او د ښځو برخه کې مې ښې لاسته‌راوړنې درلودلې. د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ټولې ښځې وزګاره شوي. زه اولاد لرم او د کورنۍ سرپرست نه لري او وزګاره یم.»

په ورته مهال یوه بله معترضه الهه طارق وايي، هغه او خاوند یې دواړه وزګاره دي او د بې‌وزلۍ له امله یې په تېر یوه کال کې ډېرې ستونزې ګاللي دي.

دولتي ادارو او د کار بازار څخه د ښځو لرې کولو په غبرګون کې د راټولو شویو مېرمنو له ډلې ذکیه سعادت وايي، هغه هم د اسلامي امارت په واکمنېدو سره وزګاره شوې او اوس یې ژوند تریخ دی.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان کې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

نوموړې وویل: «زموږ د راټولېدو موخه دا ده چې تېر یوه کال ښځو ته د کار زمینه نه ده برابره شوې او دوی له ټولنې حذف شوي او دلته راټولې شوې یو چې خپل غږ پورته کړو. خپل ظرفیت وښیو چې نړۍ یې وویني چې د افغانستان مېرمنې له یاده اېستل شوي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د ښخو ته د کار زمینه برابره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پر مهال ښځو دولتي او غیردولتي ادارو کې پراخه حضور درلود، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره زیاتره دولتي ادارو څخه ښځې ګوښه کړل شوې او له دغو ادارو بهر هم د هغوی لپاره د کار زمینه محدوده شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام