نادر چې یوټایره کراچۍ لري، له سهار تر ماښامه د کابل ښار پر سړکونو ګرځي، څو د خلکو بارونه یوسي او ماښام کور ته تش لاسونه ولاړ نهشي. د هغه مهمه موخه په ورځ کې سل یا دوه سوه افغانۍ ګټل دي، څو بېګاه ته د نهه کسیزې کورنۍ لپاره خواړه یوسي.
نوموړي د خپل سخت ژوند او ستونزو په اړه سلاموطندار ته ویلي: «سهار له کوره راوځم تر غرمې، که مې سل افغانۍ پیدا کړې، کور ته پرې د غرمۍ ډوډۍ وړم. له غرمې وروسته هم راځم او تر شپې ګرځم، څو پنځوس یا سل افغانۍ پیدا کړم او کور ته ډوډۍ یوسم. ډېر کله همدا هم نه پیدا کېږي او اړ یم چې پور یې کړم.»
د نادر تر څنګ، ۱۴ کلن نذیر بیا د سړک پر سر د خځلو په اېښودل شویو وسایلو کې په اوسپنو او پلاسټیکونو پسې سرګردانه دی. دغه ماشوم وايي، خپلې کورنۍ ته د شپې لپاره د ډوډۍ پیدا کولو مسوولیت ور پر غاړه دی.
هغه زیاتوي: «د شپې تر اتو بجو ګرځم چې کوم څه پیدا کړم او کور ته ډوډۍ یوسم. که پیدا شول، ښه ده، کنه کور کې راته په تمه وي او وږي پاتې کېږي.»
محبالله بیا هغه ځوان دی چې له سمنګان ولایت څخه د کار کولو او حلالې روزۍ ګټلو لپاره کابل ته راغلی دی. نوموړی وايي:
«اوس د ډوډۍ پیدا کول ډېر سخت شوي. درې میاشتې کېږي چې کابل ته د کار لپاره راغلی یم. مخکې به مې د میاشتې له ۵ تر ۸ زرو افغانیو پیدا کولې، خو دې میاشت کې مې دوه زره افغانۍ په سترګو نهدي لیدلي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې اوس په اسیايي هېوادونو کې د هرو لسو کسانو له ډلې اته یې له لوږې سره مخامخ دي.
په دغه راپور کې د افغانستان په اړه لیکل شوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې بېوزلۍ او لوږې زور اخیستی او اوس لږترلږه ۷۰سلنه افغانان له سختې بېوزلۍ کړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب هم مني چې هېواد کې وزګارتیا او بېوزلي زیاته شوې ده. د هغه په وینا، وچکالي، اقلیمي بدلونونه، مالي او بانکي محدودیتونه او د افغانستان د پولي زېرمو کنګل کېدل د دغه وضعیت لامل شوي دي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو را وروسته، هېواد کې ډېر شمېر هغه پروژې په ټپه ولاړې دي چې د نړیوالو له لوري یې مالي ملاتړ کېده.