Asset 1SWN

روزګان کې خلکو د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله لاریون وکړ

روزګان

لسګونو روزګانیانو نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله د اعتراض په توګه لاریون وکړ. دوی وايي، له یوې خوا سوړ ژمی پرې راغلی او بله‌خوا وزګاره دي؛ نو سختو اقتصادي ستونزو پرې تریخ کړی دی. ‎

لاریونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي، څو له لارې یې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا او ژوند وچلوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه لاریونوال محمداسماعیل سلام‌وطندار ته وویل، سره له دې چې له څو میاشتو راهیسې په کار پسې ګرځي، خو لا یې نه‌دی پیدا کړی.

هغه وايي، د لومړنیو خوراکي او سون‌توکو بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو وسه نه لري. نوموړی له حکومت څخه غواړي چې کار ورته پیدا کړي یا هم بیړنۍ مرستې ورسره وکړي.

یوشمېر نور لاریونوال هم له وزګارتیا څخه د شکایت ترڅنګ وايي، هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.

په همدې حال کې د روزګان والي مولوي علي‌جان احمد وايي، د وزګارتیا له منځه وړلو لپاره پر بېلابېلو پلانونو کار کوي او په نږدې راتلونکې کې به په دغه ولایت کې د کانونو اېستلو چارې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، په روزګان کې یې د پراختیايي پروژو په پیلولو سره هڅه کړې چې خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې.

د روزګان اوسېدونکي داسې مهال د وزګارتیا او ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د اعتراض په توګه سړکونو ته راوتلي چې یوشمېر بهرنیو موسسو او خیریه بنسټونو د اسلامي امارت له لوري د ښځینه‌وو پر کار د بندیز په غبرګون کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام