په روزګان ولایت کې د یوه کس په شخصي لګښت د اتو لوبډلو ترمنځ د هارډبال شل اووره سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

په روزګان کې د کرېکټ بورډ ولایتي مسوول خیرالله افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې لوبې د یوه ځوان په  شخصي لګښت پیل شوي او موخه یې په دغه ولایت کې د راتلونکو لوبو لپاره د غوره لوبغاړو پېژندل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال هغه لوبغاړي چې په یادو سیالیو کې یې ګډون کړی، وایي چې د کرېکټ په برخه کې ډېرې ستونزې لري او اړوند چارواکي باید ورته جدي پام وکړي.

دوی زیاتوي چې روزګان کې د کرېکټ لوبغاړي له پام څخه غورځول شوي او تراوسه یې چا د یادو ستونزو د هواري هڅې نه دي کړي.



روزګان کې د کرېکټ لوبې یو لوبغاړی عبدالرازق توفان له مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړي او همداراز د روزونکي د ټاکلو ترڅنګ یې، له ملي سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې دې برخه کې پانګونه وکړي.

بل‌خوا روزګان کې د کرېکټ بورډ ولایتي چارواکي بیا د دغو ستونزو پړه پر ملي سوداګرو وراچوي او زیاتوي، د دغه ولایت د کرېکټ په برخه کې یې د شته ستونزو د هواري لپاره مرسته نه ده کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت ځوانانو بېلابېلو ورزشي لوبو ته مخه کړې چې تر ډېره بریده یې په‌کې ځانونه بوخت ساتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام