په روزګان ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په شخصي لګښت د پیل شویو سیالیو اتلولي رحیمي لوبډلې وګټله. دغه سیالۍ ۲۷ ورځې وړاندې پیل شوې وې.

په ورته مهال روزګان کې د کرېکټ بورډ د ولایتي مسوولانو په وینا، په دغو سیالیو کې د رحیمي لوبډلې لومړی، ټایکر کرېکټ لوبډلې دویم او شمشاد کرېکټ لوبډلې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، دغه سیالۍ چې د یوه ځوان په شخصي لګښت جوړې شوې وې، موخه یې ولایتي لوبو ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل په ګوته کوي.

په ورته وخت کې هغه لوبغاړي چې په يادو لوبو کې یې ګډون کړی وو، خوشي څرګندوي او وايي چې د دغه ډول لوبو په جوړېدو سره به يې تجربې ډېرې شي او په راتلونکې کې به د کرېکټ په برخه کې لاهم پرمختګ وکړي.

يوه لوبغاړیي حکمت‌الله حکيمي سلام‌وطندار ته ویلي چې تمريناتي لوبې يې د ولايتي سيالیو په موخه وې او په وینا یې، په راتلونکو ولايتي سيالۍ کې به د روزګان د کرېکټ لوبغاړي ښه وځلېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روزګان چې د افغانستان په سوېل کې پروت ولايت دی، په دې وروستيو کې ځوانانو یې ورزش ته مخه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام