وروسته له هغې چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه، د نشه‌يي توکو یو‌شمېر کاروباریان وايي چې د یاد فرمان له صادرولو راهیسې د نشه‌يي توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.

د هېواد په سوېلې ولایتونو کې د نشه‌يي توکو کاروباران وايي، له هغه وروسته چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، تولید، صادرات او وارداتو بندیز ولګاوه، اوس یې بیې په ناڅاپي توګه بیې لوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندهار او روزګان ولایتونو کې د تریاکو کاروباریان سلام‌وطندار ته وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د پخوا په پرتله د تریاکو بیې دوه برابره «۵۰» پورته ختلي دي.

د دوی په وینا، پخوا به یې یو کیلو خام تریاک په ۸۰۰۰ افغانۍ پلورل، خو د اسلامي امارت له لوري پر نشه‌يي توکو د بندیز په اړه له فرمان وروسته، د یوه کیلو خامو تریاکو بیه ۱۶۰۰۰ افغانۍ یا ۳۲۰۰۰ کلدارو ته ختلې ده.

په ورته مهال د نشه‌يي توکو دغه کاروباریان وايي چې له فرمان وروسته یو کیلو پاخه تریاک په ۲۵۰۰۰ افغانۍ پلوري، په داسې حال کې چې له دې وړاندې به یې دغه تریاک په ۱۳۰۰۰ افغانۍ پلورل.

عبدالباقي چې دا یې مستعار نوم دی، په کندهار کې د تریاکو کاروبار لري. نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې ترياک بند شول، له پرون راهسې د ترياکو نرخونه لوړ شوي دي. پخوا به ښه مال يو من له ۷۰ زره کالدارو څخه تر ۸۰ زره کالدارو پوري پلور کېده. اوس د يوه من ترياکو بیه د يو لک پنځوس سره څخه تر يو لک شپيته زره پورې رسېږي. پخوا به د یوه کیلو پخو ترياکو بیه ۲۶ زره کالدارې وه، اوس ۵۰ زره کالدارې دي.»

د کندهار ترڅنګ رزګان کې هم د اومه او پخو تریاکو بیې دوه برابره لوړې شو دي. روزګان کې د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکی چې نه‌ غواړي نوم يې خپور شي، سلام‌وطندار ته وايي، د نشه‌يي توکو بیې اوس هم ثابتې نه ‌دي او که د ترياکو  کرکېله په رښتینې توګه بنده شي، ښايي بیې تر دې هم پورته لاړې شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «پخوا دلته په رزګان کې د يو من ترياکو بیه ۷۰ زره کالدارې وې، له پرون راهیسې د يو من ترياکو بیه ۱۴۰ زره او يا يو لک ۵۰ زره کالدارو ته ختلي، نيم نرخونه لوړ شوي دي.»

که څه هم اسلامي امارت په خپل فرمان کې د نشه‌يي توکو پر کرکېله بندیز لګولی او هغه ناوړه بوټی بللی دی، خو په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو کروندګر بیو لوړېدو ته خوښ دي.

دغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې تریاک او نور نشه‌يي توکي کرلي، له اسلامي امارت د بدیل کښت غوښتنه کوي. دوی وايي چې اسلامي امارت دې هلته د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګوي چې بدیل کښت ته یې زمینه برابره کړي.

کندهار کې کروندګر حبیب‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «موږ خو زيات خوشحاله يو چې ترياکو بیې، دومره لوړې شوې، خو ا.ا اعلان وکړ چې په راتلونکې کلونو کې به موږ بیا د ترياکو کښت ته اجازه ور نه‌کړو. ا.ا باید اول زموږ لپاره يو بل کښت راپیدا کړي، وايي بیا يې اعلان کړی، وايي بغیر له ترياکو څخه په دغه وچکالۍ کې بل هيڅ شی، زموږ مصرف نه پوره کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده تېره ورځ د یوه فرمان پراساس هېواد کې د کوکنار پر کښت بندیز ولګاوه. فرمان کې راغلي، چې له دې وروسته ټول هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو پېر، پلور، تولید او استعمال بند دی او که څوک سرغړونه کوي، کښت به یې له منځه وړل کېږي او د شریعت له مخې به ورسره چلند کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام