کابل کې خیاطان: وروستۍ یوې میاشت کې مو کاروبار ۸۰سلنه ښه شوی

د اختر په را نږدې‌کېدو سره کابل ښار کې د افغاني جامو یوشمېر خیاطان وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې پېردونکي ۸۰سلنه ډېر شوي دي.

د کابل ښار دغه خیاطان همداراز زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له افغاني جامو سره د خلکو د لېوالتیا ډېره شوې چې د دوی کار ورسره ښه شوی دی.

کابل کې د سبزۍ لوړې بیې؛ خلک: روژه کې پر افغانانو قیامت وي

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، د روژې میاشتې له پیله د پلازمېنې بازارونو کې د «سبزي» په ځانګړې توګه د پیازو بیې لوړې شوې چې خلک یې د پېرلو توان نه‌لري.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، دا مهال د کابل بازارونو کې د یوه من پیازو بیه تر ۶۰۰ افغانیو ده چې په وینا یې، شته وزګارتیا او بې‌وزلۍ ته په کتو، پېر یې د بې‌وزلو له توان وتلې ده.

هرات کې د «زعفران ګل» اوومه ملي جشنواره جوړه شوه

هرات کې د زعفرانو صادروونکو شرکتونو او کاروباریانو او محلي مسوولانو زعفرانو ته د بازارموندنې په موخه نن دغه ولایت کې د «زعفران ګل»‌ اوومه ملي جشنواره جوړه کړه.
د زعفرانو کاروباریان وايي، که څه هم سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو تولید زیات شوی، خو په وینا یې، په‌کار ده چې له هېواده بهر لېږلو لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شي.

روزګان کې د «اوومان» بوټي قاچاق؛ جوړېدونکي یوه کیلو درمل یې ۳۳۸ ډالره پلورل کېږي

اوومان چې یو ډول غرنی بوټی دی او د اسيا په کچه په افغانستان په ځانګړي توګه د روزګان ولايت په دښتو او غرنو کې په طبعي ډول پیدا کېږي، خلک وايي چې په دې وروستيو کلونو کې یې له هېواده بهر قاچاق ډېر شوی دی. د روزګان د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکي هم ادعا کوي چې له يادې ولسوالي څخه هم اوومان قاچاقېږي.

د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی فرمان؛ د تریاکو بیه یوه ورځ کې دوه برابره شوې

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو یو‌شمېر کاروباریان وايي چې د یاد فرمان له صادرولو راهیسې د نشه‌يي توکو بیې دوه برابره شوې دي.

سوېل ختيځ زون کې د جلغوزيو بیه تر نیمايي رالوېدلې

خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونو دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې د جلغوزيو حاصلات دوه چنده شوي، خو بیه یې تر نیمايي رالوېدلې. ځنګلي سيمو ته پراته خلک وايي، سوداګر ورځي، خو جلغوزي ترې په ډېره ټيټه بیه اخلي. دوی وویل، تېر کال د جلغوزيو قیمتونه لوړ وو، خو سږکال يې په ټيټه بیه پلوري. د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د جلغوزیو کاروباریان وايي، د جلغوزیو بیه رالوېدلې او حکومت باید ورته بازار پیدا کړي.

د درملیزو خدمتونو ټولنه: د درملو په بیو کې ۱۵سلنه لوړوالی راغلی

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.