Asset 1SWN

کندهار کې د ۳۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کندها

کندهار کې یو ښوونځی چې ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی نن د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند په میانکوه سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې پر یاد ښوونځي ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او په نهو میاشتو کې د ۱۲۰ کسانو له لوري جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «په دغه ښوونځي کې به په یوه وخت کې ۱۱۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړې کوي. همدارنګه، موږ په راتلونکي کې د شپږو نور ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو پلان لرو.»

د میانکوه اوسېدونکي د دغه ښوونځي پرانېستل کېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې یې نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میانکوه اوسېدونکی الله‌نظر چې دوه ځامن او یوه لور یې به دغه ښوونځي زده‌کړې کوي، وايي: «داسې خوشحاله یم لکه د اختر په ورځ چې سړی هر څه ولري او بېغمه خوشحالي کوي. تر دې وروسته به زموږ بچیان په یخ کې درسونه نه وايي، له لمر او باران څخه به خوندي وي.»

کندهار په هېواد کې د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې د بیارغونې، په ځانګړې توګه د زده‌کړو برخه کې په‌کې د پام وړ کار نه‌دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام