د هرات اوسېدونکي: د دغه ولایت له ۶۰سلنه ډېرې لرغونې ودانۍ ویجاړې شوي

 د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان وايي چې د دغه ولایت له ۶۰سلنه ډېر تاریخي ځایونه ویجاړ شوي او که بیارغاونې ته یې پام ونه شي په بشپړ ډول به له‌منځه ولاړ شي. هغوی وایي، د تاریخي اثارو او ځایونو شتون د هېواد د هویت ښکارندوی کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د دغو لرغونو ځایونو ساتنه وکړي.

د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی فرمان؛ د تریاکو بیه یوه ورځ کې دوه برابره شوې

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو یو‌شمېر کاروباریان وايي چې د یاد فرمان له صادرولو راهیسې د نشه‌يي توکو بیې دوه برابره شوې دي.

توماس وېسټ له کرزي سره د ښوونځیو پر بیاپرانستلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی وایي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو او د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د یوه مشورتي پروګرام د جوړولو اړتیا په اړه خبرې کړې دي.  د نوموړي په وینا، له میلیونونو کورنیو سره یوځای کېږي چې د اسلامي امارت له پرېکړې څخه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړي.

نیوزیلنډ افغانستان کې څه باندې ۹۴زره کروندګرو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا «FAO» ویلي، نیوزیلنډ د افغانستان په څلورو ولایتونو کې څه باندې ۹۴زره افغان کروندګرو سره د دوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. دغه سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، یاده مرسته کې اصلاح شوي تخونه او نغدې پیسې شاملې دي چې د ننګرهار، کندوز، پروان او میدان وردګ کروندګرو باندې به ووېشل شي.