ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د خلکو د ژوند احیا لپاره د پیاوړي پروګرام پرته، ستر بشري ناورین ته رسېدنه ستونزمنه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازی عبدالله الدرداري د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په اړه د وروستي نړیوال کنفرانس د ژمنو او پر افغانانو یې د اغیزو په اړه غبرګون وښود.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وایي: « روښانه ده چې د بشري مرستو عملیات بسنه نه کوي.» ښاغلی الدرداري زیاتوي، افغانستان د بشري ننګونو ترڅنګ د سقوط په درشل کې دی. هغه وایي: « که مونږ غواړو چې بشري ننګونې راکم کړو، اړتیا ده چې د معیشت یعنې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره کار وکړو.»په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام استازی زیاتوي، د اګست میاشتې راهیسې د افغانستان ناخالص تولید ۲۵ سلنه راښکته شوی چې دا سلنه د اووه کلنې کورنۍ جګړې پر مهال د سوریې له ناخالص کورني تولید سره برابره ده. هغه وایي، افغانستان په ډېر ښه حالاتو کې  یوازې ۴۶ سلنه پراختیايي اهداف ترلاسه کولای شي. الدرداري ټینګار وي: « د افغانستان بې‌ثباتي یوه نړیواله مسله ده او د افغانانو با عزته ژوند د نړۍ د خوښې مسله ده.»

الدرداري د افغانستان د مالي سیسټم د سقوط په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د باني نظام بیا راژوندۍ کول او د مالي نظام تضمین او اعتبار او د راتلونکې درک کول ډېره مهمه موضوع ده. هغه وایي: « د يو فعال بانکي سيسټم پرته، اقتصاد ته اړتیا نشته… د یو کارکن جمعیت ترمنځ د بېکارۍ کچه له ۳۰ سلنې زياته شوې ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام استازی زیاتوي، له کلنه چې د افغانستان اقتصادي نظام سقوط کړی ۹۰۰زره کسان بې کاره شوي او هېڅ ډول کاري زمینه نه ده رامنځته شوې. د هغه په وینا، د بشري ستونزو په وړاندې د مبارزې تر ټولو ښه لار دا ده چې د معیشت یا د خلکو د ژوند د ښه کولو پر مسلې غور او تمرکز وشي.

 د چهارشنبې په ورځ ۴۱ مرستندویانو له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د بشري مرستو په برخه کې د ۲ میلیارډ او ۴۴۰ میلیوڼ ډالرو د مرستې ژمنه وکړه. د ګډو هڅو سره سره هم افغانستان د بې وزلۍ په ټیټه کچه کې دی، د بانکدارۍ سیسټم یې سقوط کړی مهم تجارت او معیشت ځنډول شوی او له مالي ( پیسو) بحران سره مخ دی او د هېواد نږدې ۹۵سلنه نفوس کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام