د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د سه‌شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ وګړو شمېر ۲۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې  دغه شمېر ۱۴ میلیونه وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د دغه بنسټ د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ویلي چې اوسمهال د افغانستان اوسېدونکي د خوړو خوندیتوب نه لري او د خوارځواکۍ له بې مخینې ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له ولږي سره د مخ کسانو شمېر زیاتېدل د دې سبب شوي چې کورنیو ته په ټاکلي وخت خواړه ونه رسېږي او یا هغوی پور اخیستو ته اړ کړې دي.

نوموړی وايي، دغه نه منونکی وضعیت د زیات کړاو د خوړو د کیفیت، کمیت کموالي، د ماشومانو د زیاتې مړینې او دغه‌راز، د مېندو، پلرونو او ماشومانو پر جسمي او رواني روغتیا ناوړه اغیز کړی.

الاکبروف زیاته کړې: « د افغانستان ۹۵ سلنه اوسېدونکي په کافي اندازه خواړه نه خوري او دا شمېر په هغو کورنیو کې چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، ۱۰۰ سلنو ته رسېږي. دا شمېر دومره لوړ دی چې له تصوره وتلې خبره ده او دا وضعیت یو تریخ حقیقت دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغمږي کوونکي ویلي، د افغانستان روغتونونه له خوارځواکو ماشومانو څخه ډک دي چې په یو کلنۍ کې د ډېری دغو ماشومانو وزنونه، د پرمختللیو هېوادو له شپږمیاشتنیو ماشومانو سره برابر دي.

هغه ویلي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۸ کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه ده او له درې نیم میلیونو څخه زیات ماشومان سمې د تغذیې درملنې ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي الاکبروف ویلي، افغانستان له بد وضعیت سره مخ دی او د دغه هېواد بانکي او مالي سیسټم هم خورا سخت شوی، ۸۰ سلنه وګړي یې د پور اخیستو او د خوارکي او سون توکو د بیو لوړوالي سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې، ملګرو ملتونو تر اوسه د نړیوالو شریکانو په مرسته یې له ۸ میلیونو ډېرو اړمنو افغانانو سره مرسته کړې او له خوارځواکۍ سره د مخامخو زرګونو ماشومانو لاسنیوی یې کړی دی.

د هغه په خبره، دوی پلان لري چې سږ کال له خوارځواکۍ سره مخامخو ۳.۲ میلیونو ماشومانو سره مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ښاغلي الاکبروف، د یوې نړېوالې غونډې له ګډونوالو چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي، غوښتي څو په دغو سختو شرایطو کې د افغانستان له اوسېدونکو سره سخاوتمندانه مرستې وکړي.

ټاکل شوې د مارچ میاشتې په پای کې ملګري ملتونه، بریټانیا، جرمني او قطر، افغانستان ته د بشري مرستو راټولولو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب وکړي او ویل شوي چې په دغه غونډه کې به له افغانستان سره د څلور میلیاردو ډالرو بشري مرستو راټولولو غوښتنه وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام