د ژغورنې نړیوالې کمېټې نن یوه بیانیه کې ویلي چې ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. دغه کمېټه وايي د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ شپږ میاشتې وروسته، د دغه هېواد په سطحه بشردوستانه اړتیاووې زیاتې شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بحران ته لاسرسی و نه‌شي، دغه هېواد کې به د لوږې تلفات د تېرو شلو کلونو د جګړو له تلفاتو څخه زیات شي. دغې کمیټې د امریکا او اروپا له مشرانو غوښتي چې د افغانستان اقتصادي بحران ته لاسرسی وکړي، ترڅو د دغه هېواد عادي وګړي وکولای شي خپلې اساسي اړتیاووې پوره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په بیانیه کې ویل شوي چې افغانستان کې میلیونونه کورنۍ ناهیلې کوونکي وضعیت سره مخ دي. دغې کمیټې زیاته کړې چې افغانستان کې دا اوس ۲۳ میلیونه کسان د خوړو شدیدې ناامنۍ او یو میلیون ماشومان هم د جدي خوارځواکۍ خطر سره مخ دي.

افغانستان کې د دغې کمېټې مدیر ویکي اکن وايي، نړیوالې ټولنې د تېر ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته غیرانساني مالي مرستې چې ۴۰ سلنه یې ناخالصه کورني تولیدات او ۷۵ سلنه یې عمومي لګښتونه په ځانګړې توګه اساسي خدمات تامینول، قطع کړي دي.

د هغه په وینا، د طبیعي ناورین په توګه نه، ‌بلکې د نړیوالې ټولنې د سیاستونو له امله افغانستان د ناورین خوا ته روان دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویکي اکن زیاته کړې چې د نړیوالو د سیاستونو په دلیل د افغانستان خلک هره ورځ مجازات کیږي. د هغه په وینا، راتلونکو شپږو میاشتو کې د وضعیت د ښه‌والي تضمین د نړیوالې ټولنې په لاس کې دی.

د ژغورنې نړیواله کمېټه داسې مهال د افغانستان وضعیت څخه اندېښنه ښيي چې مرسته رسوونکو بنسټونو تر دې وړاندې هم افغانستان کې په بې‌مخینې په توګه د فقر زیاتېدو خبرداری ورکړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام