د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش وايي چې د افغانستان اقتصاد مخ په ځوړند او د سقوط په درشل کې دی. هغه پر ټویټرپاڼه لیکلي چې د اقتصادي پاشلتیا او د بحران مخنیوي لپاره باید هرڅه ژر دغه هېواد ته نغدې پیسې ورکړل شي.

د ملګروملتونو سرمنشي ویلي چې مهم وخت دی او که دې برخه کې ژر اقدام ونه ‌شي، ډېری به ژوند له لاسه ورکړي او دغه هېواد کې به «ناهیلي او افراط پالنه» زیاته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا داسې مهال دی چې نړیوالو سازمانونو په وار وار افغانستان کې د اقتصادي بحران له ترینګلي کېدو څخه خبرداری ورکړی او ویلي، که دغه وضعیت ته ژر لاسرسی ونه ‌شي، تاریخ کې به تر ټولو ناوړه بشري بحران رامنځ ته شي.

د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام هم وړانددوینه کړې چې که افغانستان کې روان بحران حل نه ‌شي، احتمال شته چې دغه هېواد کې نژدې ۹۷ سلنه خلک فقر سره مخ شي.

هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه. یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د ځینو هېوادونو چارواکیو ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي بحران مخنیوي لپاره باید دغه شتمني ازاده شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې ملګروملتونو افغانانو سره د مرستې لپاره د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د «لېږد تعامل چوکاټ» اعلان کړی دی. د لېږد تعامل چوکاټ یا اډانه هغه پراخه او منظمه تګلاره ده چې د افغانانو د ژغورنې، د اړینو خدمتونو او د ټولنیز نظام د ساتنې له لارې د افغانستان اوسېدونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د کار همغږي تضمینوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پربنسټ، د دغه چوکاټ د پلي کولو لپاره د نږدې اته میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، چې په دغو اتو میلیارډه ډالرو کې هغه ۴.۴۴ میلیارډه ډالر هم شامل دي چې له دې وړاندې د روان کال جنورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه د بشردوستانه غبرګون پلان له لارې غوښتل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام