د افغانستان بانک عالي شورا غړي شاه محرابي ویلي چې د افغانستان اقتصاد د پاشلتیا په درشل کې دی او امریکا کولای شي چې د پاشلتیا مخه یې ونیسي. نوموړي الجزیرې خبري شبکې ته په یوه استولي لیک کې ټينګار کړی چې افغانستان له یوه سخت ناورین سره مخ دی او د مخنیوي حل لاره یې نیویارک کې ده.

محرابي افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت لامل د امریکا له لوري د دغه هېواد د شتمنیو کنګلول بولي او زیاتوي، په زیاته کچه افغانان د اساسي توکو د پېرلو وس نه‌لري. د نوموړي په وینا، د افغانستان پیسې په بې‌مخینې توګه د خپل ارزښت له لاسه ورکولو سره مخ دي او اقتصاد یې چې له وړاندې مخ په ځوړ وو، د پاشلتیا په درشل کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک د عالي شورا غړي همداراز په دغه لیک کې ویلي، ټاکل شوې چې دغه بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو کنټرول په موخه د پولي سیاست عملیات تر لاس لاندې ونیسي، خو د بازار ثبات لپاره دغه چاره، ډالري زېرمو او کنګل شویو پیسو ته له لاسرسي پرته ناشونې ده.

نوموړي ویلي، پر وارداتو د افغانستان د تړاو له امله د دغه هېواد د اقتصاد د چلښت لپاره د امریکا ډالرو ته اړتیا لري. د نوموړي په خبره، بهرنیو اسعارو ته د تقاضا زیاتوالی او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ۳۰سلنه رالوېدل د دې لامل شوي چې په وروستیو میاشتو کې د وارداتي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه لوړې شي.

محرابي وړاندیز کړی چې افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي او د بیو ثبات لپاره دې امریکا هره میاشت په مشروط ډول د افغانستان بانک ته ۱۵۰ میلیونه ډالر ورکړي. محرابي زیاته کړې چې امریکا کولای د یوه خپلواکه نړیوال مالي شرکت له لارې چې لاهم افغانستان کې فعالیت کوي، له دغو مالي سرچینو څخه د استفادې څرنګوالی تایید کړي او که چېرته په‌کې اختلاس ولیدل شي، بېرته دې وتړي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان کې د اقتصادي ناروین له خرابېدو وروسته یوشمېر نړیوالو بنسټونو د افغانستان د اقتصاد پاشلتیا په اړه خبرداری ورکړ او یو‌شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازاده کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په تازه‌کۍ سره د امریکا یوې قاضۍ د جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي او د دغو پیسو د برخلیک په اړه دې خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام