وروسته له هغې چې افغانیو په کمسارې توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالراحمان ځیرک سلام‌وطندار ته وویل چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره دې د افغانستان بانک بازار ته ډالر وړاندې کړي.

هغه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدو یو لامل، د شرکت لرونکو سوداګرو لخوا د ډېرو ډالرو رانیول بولي. سره له دې چې ځیرک نورو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق تاییدوي، خو د افغانیو ارزښت کمېدو کې د صرافان لاس لرل ردوي او وايي، د فساد له امله شهزاده سرای کې د ډالرو بولۍ او په دې سرای کې دننه د هغو صرافانو کار چې په سیار ډول یې صرافي کوله، درول شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې اړه څیړنې روانې دي او ډیر ژر به یاد کسان بېرته کار پیل کړي.  دا په داسې مهال ده چې کابل کې نن تر غرمې وروسته افغانیو د ډالرو پر وړاندې نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ او یو ډالر په ۱۲۳ افغانۍ تبادله کېده. په داسې حال کې چې تر غرمې مخکې شهزاده سرای کې یو ډالر د ۱۲۰ او ۱۱۵ ترمنځ تبادله کېده.

بل‌خوا په ځينو رپوټونو کې ویل شوي چې د کابل په پرتله په یوشمېر ولایتونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه ټیټه ده. مونږ هڅه وکړه د افغانیو د ثبات په اړه د افغانستان بانک نظر ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، ډالر په نړیوالو بازارونو کې هم مخ په لوړېدو دی او دلته هم لوړ شوي. نوموړی ډاډ ورکوي چې اړوند مسوولان د افغانیو د ثبات لپاره کار کوي او نرخ به کنټرول شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د بانک او نور اقتصادی مسوولان خپل پروګرامونه ترلاس لاندی لري، څو له ټولو ممکنه لارو چې زمونږ د کرنسۍ په ثبات کې رول لوبوي او ګټه ورته رسولی شې، له هغو به دریغ نه‌کوې. په هرصورت کی یوه ارزونه روانه ده چی یوه دوامداره لاره ورته راووځي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانۍ په کمسارې توګه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی چې ورسره د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوي او هر ورځ د لوړېدو په حال کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام