افغانستان کې د رسنیو وضعیت څخه د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې اندېښنه

د خبریالان د خوندیتوب نړیوالې کمېټه وايي چې افغانستان کې رسنۍ په خورا بد وضعیت کې دي. د دې کمېټې د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې افغان رسنیو په تېرو دوو لسیزو کې ښې لاسته‌راوړنې درلودې او د پرمختګ پر لور روانې وې، خو اوس د بندیزونو له یوه نوي پړاو سره مخ شوي دي.

صرافانو ټولنه: د افغانستان بانک دې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره لاس پکار شي

وروسته له هغې چې افغانیو په کمسارې توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالراحمان ځیرک سلام‌وطندار ته وویل چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره دې د افغانستان بانک بازار ته ډالر وړاندې کړي.

بريټانوی ډيپلوماټ: انګلستان له کابله د تخلیې پر مهال نږدې ۲۰۰ سپیان او پیشوګانې ایستلي

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې لندن په کابل کې خپل افغان همکاران طالبانو ته پرېښودل، خو پیشوګانې او سپیان یې را واېستل. هغه په دغه بهیر کې د بريټانیې لومړی وزیر بورېس جانسن پر مستقیمې لاسوهنې تورن کړی دی.

«سلام‌‌وطندار» ته د عبدالمالک ساپي راتګ؛ ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی باله

تېره ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته ننوځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلام‌وطندار راډیو د امنیتي برخې له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک صافی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.