د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې لندن په کابل کې خپل افغان همکاران طالبانو ته پرېښودل، خو پیشوګانې او سپیان یې را واېستل. هغه په دغه بهیر کې د بريټانیې لومړی وزیر بورېس جانسن پر مستقیمې لاسوهنې تورن کړی دی.

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي رافایل مارشال پرون د دغه هېواد پارلمان کې پر لومړي وزیر او د هغه پر حکومت تور پورې کړ چې بريټانیوي چارواکو داسې مهال خپله انرژي د نږدې ۲۰۰ سپیانو او پیشوګانو پر را اېستلو لګوله چې افغان همکاران یې مرستې ته په تمه وو. هغه ویلي چې بریټانیې یاد سپیان او پیشوګان له یوې خیریه موسسې څخه را اېستلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مارشل ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت مامورینو ته د لومړي وزیر له لوري لارښوونه کېده چې دغه څاروي له کابله وباسي او په وینا یې، د دغو څارويو د ایستلو له امله د بریټانیا پوځیان له خطر سره مخامخ شوي وو.

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه پخواني کارکوونکي د څرګندونو په غبرګون کې پرون د دغه هېواد لومړي وزیر بورېس جانسن خبریالانو ته ویلي چې پر ده لګول شوي تورونه حقیقت نه لري او نوموړي له افغانستان څخه د بهرنیو هېوادونو د اتباعو تر څنګ د افغان همکارانو د اېستلو بهیر ته په اشارې سره وویل چې له کابل څخه د ۱۵۰۰۰ کسانو راېستل د دغه هېواد د تاریخ په تېرو ۵۰ کلونو کې یوه ستره پوځي لاسته راوړنه ده.

د پارلمان یوې کمېټې ته په لندن کې د بهرنیو چارو وزارت دغه پخواني کار کوونکي د اسنادو د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د اګسټ له ۲۱مې تر ۲۵مې په زرګونو ایمیلونه استول شوي دي چې نه دي لوستل شوي.

مارشال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې کمېټې ته لیکلي، د اګسټ له لومړیو هره شېبه تر پنځه زره ډېر داسې ایمیلونه ورسېدل چې دی به یې په لوستو پسې نه شوای رسېدلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بریتانیا په اګسټ میاشت کې د دوو اوونیو په ترڅ کې ۱۵ زره کسان له کابله واېستل او د بریتانیا حکومت ژمنه کړې چې شل زره نور کسان به له افغانستانه بریتانیا ته انتقال کړي چې د دې کسانو د اېستلو کارونه روان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام