سي‌اِن‌اِن پرون د سپینې ماڼۍ او د امریکا د څو دفاعي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

دغه راز، د ناټو ځواکونو څو چارواکو د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې تایید کړې چې ناټو سازمان هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

د ناټو سازمان یوه چارواکي یاد اژانس ته ویلي چې د دغه سازمان متحدانو د اپرېل په نیمايي کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او په وینا یې، له دغه هېواد څخه یې د ځواکونو اېستلو لړۍ پیل شوې ده.

د دغه چارواکي په وینا، د سرتېرو اېستلو پر مهال د هغوی خوندیتوب به لومړیتوب وي او پر وړاندې یې د طالب ډلې هر ډول برید ته به بیړنی او غوڅ ځواب ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال کارین ژان پیر هم ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را وتلو لړۍ د اجرا په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان تېره اوونۍ وویل چې د بهرنیو ځواکونو د مرکزونو پرېښودو لړۍ پیل شوې ده. نوموړي وویل چې بهرني سرتېري به خپل ټول مرکزونه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاري.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي او له ۱۰ زرو نه ډېر د ناټو ځواکونه په افغانستان کې دي.

د امریکا دفاع وزارت هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو له اعلان وروسته وویل چې په خوندي ډول د خپلو سرتېرو را اېستلو لپاره به ۶۵۰ نور ځواکونه افغانستان ته ولېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې له افغانستانه د خپلو سرتېرو اېستلو لړۍ به د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر یوولسمې به یې پای ته ورسوي. د ناټو سازمان هم له دې سره هم‌مهاله اعلان وکړ چې دغه سازمان به هم خپل سرتېري له امریکايي ځواکونو سره یوځای را وباسي.

ولسمشر محمداشرف غني هماغه مهال د بایډن د دې پرېکړې د هرکلي تر څنګ، ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول د خپل هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري او په هر حالت کې به دغه کار ته اوږه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام