Asset 1SWN

سلام وطندار

یوناما: افغانستان باید د بشري ‌حقونو نړیوالې اعلامیې ته درناوی وکړي

mandegar-387

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په درشل کې ویلي چې افغانستان باید د بشري‌ حقونو بشرحقونو د نړیوالې اعلامیې ټولو مادو ته درناوی وکړي.

یوناما پرون جمعه د لیندۍ یووولسمه ویلي چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې او هرې مادې ته یې باید درناوی ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت حکومت تل د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بشر حقونو اوټولو نړیوالو قوانیونو پر رعایت ټينګار کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې افغانستان کې د ټولو خلکو حقوق خوندي دي، خو د لوېدیځ له نظره دغه هېواد کې بشر حقونه له اسلامي قوانینو سره په تضاد کې دي.

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې د ښځو حقونو ځینې فعالانې وايي چې اسلامي امارت باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري.

د منحل شوي بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر وايي چې د بشري حقونو اعلامیه د ټولو هېوادونو له لوري منل شوې او افغانستان هم دغه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

نوموړې وویل: «بشر حقونه، هغه حقوق دي چې د مذهب، جنسیت او د زېږېدنې ځای له نظره یوه انسان پورې تړاو لري او دولتونه اړ دي چې خپلو وګړو ته د بشري حقونو لاسرسي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

بل‌خوا د ښځو حقونو فعاله فرشته عزیزي وايي چې د بشري حقونو ټولو اعلامیې یوازې اعلامیه پاتې کېږي او د پلي کېدو په اړه اقدام نه کېږي.

د نوموړې په وینا، افغانستان کې بشري حقونه یوازې اعلامیه ده او هره ورځ دغه هېواد کې د ښځو او نجونو بشري حقونه نقض کېږي.

د ښځو حقونو فعاله تفسیر سیاه‌پوش سلام‌وطندار ته وویل: «بشر حقونه یعنی انساني حقونه او لومړی دین چې بشر حقونو ته یې پام وکړ، اسلام مقدس دین و، خو په نړۍ او افغانستان کې بشر حقونه پایمال دي او دغه هېواد کې اساسي حقونه په پام کې نه نیول کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په تېر څه باندې یوه کال کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لامل شوي چې نړۍ تراوسه د اسلامي امارات حکومت نه دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام