Asset 1SWN

افغانستان د رسنیو ازادۍ په نړيوال نوملړ کې ٣٤ خانې را ټيټ شوى

د بې‌پولې خبریالانو سازمان اعلان کړی چې «افغانستان د ۲۰۲۲ کال د رسنیو د ازادۍ» په نوملړ کې ۳۴ خانې ته راټیټ  شوی دی.

دغه سازمان د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي چې د دې نوملړ پر بنسټ، افغانستان له ۱۲۲ څخه ۱۵۶ ځای ته سقوط کړی دی. د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له سختو شرایطو سره  مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان زیاته کړې چې د اسلامي امارت واک ته رسېدل د مطبوعاتو ازادۍ ته د درناوي او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو د خوندیتوب لپاره جدي پایلې لري.

د رسنیو نړیوال ازادۍ نوملړ په ۱۸۰ هېوادونو کې د خبریالانو وضعیت ښکاره کوي. په دغه  نوملړ کې ناروې، ډنمارک، او سویډن د دې لېست په سر کې ځای لري او ایران، اریتره او شمالي کوریا هم ۳ خانې ته راټیټ شوي دی.

نن د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو فدراسیون د شمېرو له مخې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د اطلاعاتو پر بنسټ د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر د ۱۵ مې وروسته افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ ټړل شوي، ۶۰سلنه نارینه خبریالان  او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي ، په افغانستان کې خبريالي له ګواښ سره مخ دی. دغه سازمان نن (سه شنبه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه ټویټر پيغام کې ویلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام