Asset 1SWN

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې خبريالي له ګواښ سره مخ ده

د بښنې نړیوال سازمان نن د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې  باید فعالو رسنیو ته د ودې اجازه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سازمان پر اسلامي امارت غږ کړی چې د بیان ازادۍ ته درناوی ولړي او  نړیواله ټولنه دې د ازادۍ ساتنه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې ۶۴۰۰ خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په ورته وخت کې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او ډېری یې له امنیتي ګواښونو او مالي ستونزو سره مخ دي. د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې په دې موده کې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي او ځورول شوي دي. دغه سازمان ویلي چې ښځینه خبریالانې تر ټولو زیات زیانمنې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل  کېږي چې په افغانستان کې له تېرو نهو مياشتو راهيسې رسنۍ فعاليتونه سخت محدودې شوي او هم  د تړل کېدو په حال کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام