یوناما: افغانستان باید د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته درناوی وکړي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په درشل کې ویلي چې افغانستان باید د بشري حقونو بشرحقونو د نړیوالې اعلامیې ټولو مادو ته درناوی وکړي. یوناما پرون جمعه د لیندۍ یووولسمه ویلي چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې او هرې مادې ته یې باید درناوی ولري.