د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز لګولو په اړه اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانانو پر حقونو برید ودروي.

یاد وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امریکا او نړیواله ټولنه د اسلامي امارت کړنې له نږدې څاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ویناپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د نوي محدودونکي رسنیز سیاست سربېره، د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړه افغانستان یوه نامعلوم لوري ته بیايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اسلامي امارت کړنې د دې ښکارندوي کوي چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره په خپلو کړیو ژمنو نه دي ولاړ.

په ویناپاڼه کې همداراز راغلي چې ښوونه او د بیان ازادي د لوېدیځ ارزښتونه یا هم امتیازات نه دي؛ بلکې د بشر حقونو او یوه سوکاله او په ځان بسیا افغانستان لپاره اړین دي او اسلامي امارت هم ادعا کوي چې ورته اړتیا لري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالی اېن مک‌کري هم پر ټویټرپاڼه د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د امریکا غږ، بي‌بي‌سي‌ او ډویچه‌وله ټلویزیونونو پر نشراتو بندیز لګول د اندېښنې وړ بللي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت د رسنیو له شته قوانینو څخه د ملاتړ ژمنه کړې او باید د افغانستان رسنیو ته اجازه ورکړي چې د خپلې خوښې خپرونې نشر کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرست له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د بیان ازادۍ ته درناوی ولري.

اسلامي امارت په تازه‌ګۍ‌ سره د یوې پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د محلي ټلوېزیونونو پر مټ د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو پر ټلویزیوني نشراتو بندیز ولګاوه.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د رسنیو نشراتو د څار مسوول عبدالحق حماد سلام‌وطندار ته ویلي، د یادو رسنیو نشرات یې له دې امله تړلي چې خپرونو کې یې اسلامي او افغاني فرهنګ ته پام نه کېده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د نړیوالو رسنیو د خپرونو له منځپانګې سره ستونزه نه لري، خو په ټلوېزیوني خپرونو کې باید اسلامي او افغاني فرهنګ ته پام وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام