د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي نن چهارشنبه د وږي ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
پېښه پرون د پکتیا ډنډپټان ولسوالي اړوند مقبلو سیمه کې ډیورنډ کرښې ته نږدې شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلال کریمي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخه نیولې چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.
د ا.ا د ویاند مرستیال ویلي چې نښته مرګژوبله لري، خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي. د بلال کریمي په وینا، لومړی د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزې شوې دي. بلال کریمي همداراز زیاته کړې چې پېښه تر څېړې لاندې ده.
دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د پوستو او اغېزن تار لګولو پر سر نښتې شوې دي.