لوګر کې د کرنیزو محصولاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

لوګر کې نن د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له‌ لوري د کرنیزو محصلاتو یو ورځنۍ نندارتون جوړ شو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر عطا‌الله عمري په دغه نندارتون کې ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنه او مالدارۍ سخته ځپل شوې او هڅه کوي چې دې برخې ته پام ډېر کړي.

امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني د سویس یوه بانک ته انتقالوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ساتنې او مصرف لپاره د یوه نوي ځانګړي صندوق د جوړولو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «افغان فنډ» په نوم دغه نوي جوړ شوي صندوق ته به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې شاوخوا ۳نیم میلیارډ ډالر وسپارل شي.

بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

پکتیا کې د ا.ا او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي نن چهارشنبه د وږي ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. بلال کریمي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخه نیولې چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې مو تراوسه ۵۹۱۴ سوالګر ټول کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.

پاکستان کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پوځیان وژل شوي

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په کُرمه کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په ورته مهال «ټي‌ټي‌پي‌» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسله‌والو یې د کُرمې په خرلاچي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان وژلي دي.