د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ساتنې او مصرف لپاره د یوه نوي ځانګړي صندوق د جوړولو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «افغان فنډ» په نوم دغه نوي جوړ شوي صندوق ته به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې شاوخوا ۳نیم میلیارډ ډالر وسپارل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا حکومت ویلي، دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو اسلامي امارت به ورته مخامخ لاسرسی ونهلري.
دا صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او د یوشمېر افغان اقتصادي کارپوهانو لهخوا جوړ شوی او د سویس د «بيایاېس» بانک سره به بانکي حساب ولري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې همداراز ویل شوي چې راتلونکي کې به د افغانستان هغه کنګل شوې شتمنۍ هم دې صندوق ته لېږدول کېږي چې له امریکا بهر نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.
له دې سره د اقتصادي چارو شنونکي د سویس یوه بانک ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لېږد په اړه د امریکا له طرحې هرکلی کوي او د هېواد د بانکي او مالي سیستم لپاره یې ګټوره بولي.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وویل، که چېرې دغه طرحه عملي شي د افغانستان اقتصادي او د نغدو پیسو بحران به حل شي.
د هغوی په وینا، سویس ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې لېږد به افغانستان کې د خصوصي بانکونو د حوالې ستونزه هم حل شي او افغان بانکونو سره به د نړیوالو بانکونو اړیکې غښتلې شي.
ورته وخت کې اسلامي امارت په دې اړه چې ایا د سویس هېواد یوه بانک ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې لېږدولو په اړه ورسره مشوره شوې یا نه، څه نه وايي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار سره خبرو کې د امریکا له خوا د افغانستان د ټولو کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چې د امریکا حکومت ویلي، تر هغې به د افغانستان بانک ته د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ نه سپاري چې دې بانک یو لړ شرطونه نه وي پر ځای کړي.