لوګر کې نن د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له‌ لوري د کرنیزو محصلاتو یو ورځنۍ نندارتون جوړ شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطا‌الله عمري په دغه نندارتون کې ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنه او مالدارۍ سخته ځپل شوې او هڅه کوي چې دې برخې ته پام ډېر کړي.

عمري زیاته کړه چې دغه ډول نندارتونونه کولای شي کروندګر او بڼوال له بازار سره ونښلوي، څو نه یوازې خپل حاصلات پر وخت وپلوري، بلکې کرنه او مالداري به هم پر پښو ودرېږي.

نوموړي وویل: «لوګر ته مو د راتګ موخه له نندارتون څخه لیدل دي. زه باید ووایم چې سږ کال ډېری کرنیزې ځمکې او باغونه سېلابونو تخریب کړي دي. په دې اړه ا.ا حکومت یو کمېسیون هم ټاکلی چې هره دوشنبه غونډه جوړوي او موږ به له سېلاب ځپلیو کروندګرو او بڼوالو سره هم مرسته وکړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همداشان د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریس سیدامین هاشمي جوړ شوي نندارتون ته وویل چې د دغه نندارتون له لارې به خلک له خپلو کورنیو محصولاتو او تولیداتو خبر شي او د بازارموندنې برخه کې به هم مرسته ورسره وشي.

هغه زیاته کړه، په نړۍ کې د نوې ټکنالوژۍ پر مټ کرنې ډېر پرمختګ کړی او له همدې کبله اړتیا ده چې کروندګر هم له نوې ټکنالوژۍ سره اشنا شي، څو د لږو اوبو په لګښت ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

هاشمي کروندګرو او بڼوالو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به په راتلونکې کال کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د لوګر د کرنیز نندارتون ګډونوال وایي، د پخوا په پرتله يې د کرنیزو توکو بازار خراب شوی دی. دوی غوښتنه کوي چې حکومت، په ځانګړې توګه کرنې او مالدارۍ وزارت دې ورته په کور دننه او بهر کې د بازارموندنې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی وایي، اوس سبزي او مېوې په نیمه بیه پلوري چې په وینا يې، د کروندو او بڼوالۍ لګښت هم نه‌‌شي پوره کولای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د نندارتون ګډونوال حاجي قطب‌الدین وايي: «غنم او مېوې مو نندارې ته وړاندې کړل، کروندګر سږ کال په صفر کې ضرب شوي؛ ځکه هر څه یې سېلابونو وړي. لوبیا، کچالو، پياز، انګور او داسې نور بارانونو او سېلابونو وړي دي.»

لوګر کې داسې مهال د کرنیزو محصولاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د ځینو شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې ۶۰ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله تخریب شوي او کروندګر تر بل هر وخته اوس لاسنیوي او مرستې ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام