Asset 1SWN

۳ ولایتونو کې تېرې شپې راهیسې ۱۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي

CC01F90F-0E15-402D-A1A0-4BC865871613_cx0_cy3_cw0_w1200_r1-ox8dkkxxkxakydyl0pf39mqv91xmhq3ep0nvzxuu8k

 

تېرې شپې راهیسې یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو او موټربم برید راپورونه ورکړل شوي دي چې له کبله يې يو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید وکړ چې ۸ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

ایوبي وویل، افغان ځواکونو تر دغو نښتو وروسته پر وسله‌والو هوايي برید کړی چې ۵ ملکي وګړي او ۶ وسله‌وال په کې وژل شوي.

لوګر کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو تېره شپه د مرکز پل‌علم اړوند «الوزو» سیمه کې پر امنیتي پوستې ډله‌ییز برید کړی چې ۷ افغان سرتېري په‌کې وژل شوي او طالبانو د امنیتي پوستې تر سقوط وروسته ټول مهمات ځان سره وړي دي.

خو د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ سلام‌وطندار ته وویل، د طالبانو برید کې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

لونګ زیاته کړه چې د افغان ځواکونو ځوابي بریدونو کې ۵ طالبان هم وژل شوي او ۳ نور یې ژوبل دي.

په ورته وخت کې د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، تېره شپه د المار ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ موټربم چاودنه کې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د يورش په وینا، د طالبانو دغه برید کې ۱۰ ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې.

خو فاریاب کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د تېرې شپې موټربم برید کې د المار ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون ۱۲ امنیتي سرتېري ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه چاودنه له هاموې ټانګ څخه په ګټې اخیستو شوې او درانه مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د هلمند ځايي مسوولان وايي، ګرشک ولسوالۍ کې هم پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې ۲ امنیتي سرتېري په کې ټپيان شوي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه کندوز، لوګر او فاریاب ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه زیات شوي او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې ادعاوې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام