Asset 1SWN

تخار؛ د طالبانو برید کې ۷۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي

CC01F90F-0E15-402D-A1A0-4BC865871613_cx0_cy3_cw0_w1200_r1-ox8dkkxxkxakydyl0pf39mqv91xmhq3ep0nvzxuu8k

 

تخار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، تېره شپه د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ «سپین‌جومات» سیمه کې نږدې ۷۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو د سرې‌قطعې کمین کې وژل شوي دي.

د تخار د عامې روغتیا رییس سید عبدالقیوم وايي، تراوسه د امنیتي ځواکونو ۳۴ جسدونه د دغه ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.

خو د تخار د والي ویاند جواد هجري یوازې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر رازمحمد دوراندېش وژنه تاییدوي او د امنیتي ځواکونو مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

طالبانو هم تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام