Asset 1SWN

سلام وطندار

تخار؛ د طالبانو د هاوان توغولو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي

Kunnar-ownmgy377j73xddcmx49wnghdn3eowae7zhk44a650

 

یوه معتبره ولسي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي، د دښت‌قلعه ولسوالۍ ای‌خانم تپه کې د سرحدي پولیسو مرکز ته نږدې د هاوان لګېدو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

سرچینې وویل، تراوسه معلومه نه ده چې هاوان د کومې ډلې له خوا توغول شوی دی.

خو تخار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هاوان تېر ماښام هغه مهال د طالبانو له لوري توغول شوی چې سرحدي سرتېرو دغه پوځي مرکز ته نږدې د والیبال لوبه کوله.

د یاودنې وړ ده چې تالقانو ښار کې له پوځي عملیاتو وروسته طالبان ماتې سره مخ شوي؛ خو د کوکچې سیند غاړو ته ولسوالیو کې اوس هم خوځښتونه لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام