تخار؛ د طالبانو د هاوان توغولو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي
یوه معتبره ولسي سرچینه سلاموطندار ته وايي، د دښتقلعه ولسوالۍ ایخانم تپه کې د سرحدي پولیسو مرکز ته نږدې د هاوان لګېدو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. سرچینې وویل، تراوسه معلومه نه ده چې هاوان د کومې ډلې له خوا توغول شوی دی.